IQNA

د اردن مسلمان او عربی حکومت ولې  ۶۷ قرآني مرکزونه وتړل ؟

17:32 - July 13, 2022
د خبر لمبر: 3485981
ایکنا-(تهران) د اردن رسندویو څخه رارسیدلي راپورونه ، ددغه  عرب  او مسلمان هیواد دحکومت له خوا د ۶۸  قرآنی مرکزونو د بندیدا خبرونه خپرۀ شوي دي .

ایکناخبری اژآنس د البوابه له قوله راپور راکړ ، په اردن کې د اسلامی بهیرونو یوه  مشر ابراهیم المنسي پخپل ټولنیز  پیغام کې  وئيلي دي ،  دحکومت له خوا دقانونی وضعیّت تر روښانه کیدا پورې  له مخکې کومې اطلاع او خبریدا پرته اته شپیته قرآني مرکزونه تړل شوي دي .

 د  اردن د قرآن کریم دخوندیتوب د ټولنې  داداري شورا  غړي  محمد زاخر المجالي  هم ددغه خبر  په غبرګونو کې  ووئیل ،  چې دغه مرکزونه ،  په موقتي توګه تړل شوي دي  او دا   دوواړخیزو  موافقو ته د اوقافو  د وزارت دپابندۍ لپاره یوه مجالي فیصله ده ، دحالاتو ترینګلي کول دهیچا په ګټه نه دي ، مونږ ټول په یوه سنګر او مورچې کې یوو څو دقرآن  کریم بیرغ وځړوو .

داپه داسې حال کې دي چې   المنسي په دې باب ټينګار کړی دی   چې  د اردن د اوقافو د چارو وزیر محمد الخلایله  ددغو ۶۸قراني مرکزونو فعالیت ، دغیر قانونی کیدا په دلیلونو  درولي دي .

هغه  د اردن د اوقافو وزیر ته په یوه  لیک کې لیکلي دي ،  عاقلانه  نه ده چې  قرآني مرکزونه په دې دلیل چې  د تاسو ناڅاپي  دستورالعملونه ئې  اجرا کړي  نه دي ،وتړل شي .

 ددغه لیک په دوام کې راغلي دي ، ځیني کسان دې مینځګړیتوب وکړي  او  په  اردن کې د ارزښتمن نظام په حق کې دغه ظالمانه فیصلې ودروي  او ددغه بحران د لورو ترمینځ په خبرو اترو  او د تعامل د فضا به رامینځةکولو سره  دغه بحران حل کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4070476/چرا-

captcha